افغان حکومت وایي که طالبان اوربند وکړي، نو دوی تیار دي چې د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور وکړي. د سولې په چارو کې د دولت د وزارت وزیر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشي کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي. دده په وینا یو کال د امریکا او طالبانو د هوکړې وشو، خو د افغانانو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده لرلې. سید سعادت منصور نادري همدا راز ټینګار کړی چې لا هم د افغانانو ستره غوښتنه اوربند دی او که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو لومړی دې اوربند وکړي. نادري دغه راز وایي چې د دوحې هوکړه افغانانو ته هېڅ مهمه نه وه، ځکه د افغانانو پر ژوند یې هېڅ اغېز نه درلود او جګړې یې کمې نه کړې.
































