ملي دفاع وزارت وایي هغه تبلیغات ناسم دي چې ګواکي طالبان پیاوړي شوي او د پسرلي په راتګ سره به سختې جګړې وکړي. د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل نن د افغان ځواکونو لپاره په یوه جوړ شوي نندارتون کې د خبرو پر مهال وویل، طالبانو تر اوسه جګړې ته ادامه ورکړې ده او دوی له سره جګړه کمه کړې نه ده، نو له همدې امله د دوی له لوري د سختو جګړو ګواښونه بې مانا دي. شاه محمود میاخیل وویل افغان پوځ پياوړی دی او ټول حکومت د سولې ملاتړ دی، خو که طالبان د سولې لار نه خپلوي افغان ځواکونه به یې پر وړاندې سخته جګړه وکړي. دده په وینا افغان ځواکونه د خلکو د ساتلو او له هېواد ددفاع لپاره بشپړ تیاری لري او د هر ډول ګواښونو په دفع کولو کې به خپلې هڅې کوي.
































