امریکا ویلي د هغو وسله والو پر وړاندې د سعودي عربستان تر څنګ درېږي چې د ایران له ملاتړ برخمن دي. حوثي یاغیانو تازه پر سعودي عربستان بریدونه کړي دي چې د امریکا غبرګون یې هم له ځان سره لرلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه غندلي دي او په وینا یې دوی د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دي. ددغه وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د ایران له ملاتړ د برخمنو وسله والو پر ضد به د سعودي عربستان تر څنګ ودرېږي. امریکا بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې د سعودي عربستان لپاره به په یمن کې جګړه نه کوي. حوثي یاغیان چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري له کلونو راهیسې په یمن کې جګړه کوي او وخت ناوخت پر سعودي عربستان د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي.
































