د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی کابل ته راغلی او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر او مرستیالانو سره یې کتلي دي. د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې تر ډېره پر بین الافغاني خبرو، د تاوتریخوالي کمولو، د مذاکراتو پر دویم پړاو او نورو مواردو بحثونه شوي دي. دواړو لورو همدا راز ټینګار کړی دی چې د سولې پر هوکړه بیا کتنه باید چټکه کړل شي او دغه راز دې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسول شي. خلیلزاد او عبدالله همدا راز ویلي چې د تاوتریخوالي کموالی او اوربند ته لار هوارول د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او څومره ژر چې کېدای شي باید روان تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.
































