ګارډین ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دغې بریتانوي ورځپاڼې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په میراث پاتې ده. ورځپاڼه کاږي، چې د افغانستان مسئلې د بایډن اداره حیرانه کړې ده. راپور کې راغلي، بایډن چې د دغه هېواد په اړه هره پرېکړه کوي له خطر څخه به خالي نه وي، ځکه چې دوی نه پوهېږي خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي او که د وتلو مهالوېش بدل کړي او دا هغه حساسه پرېکړه ده چې د بایډن پر ادارې یې سر ګرځولی دی. راپور کې وړاندې راغلي چې د ټرمپ بې پروایي او وارخطایي د بایډن اداره له لوی سرخوږي سره مخ کړې ده ځکه چې هغه د دې حساسې مسئلې د یو طرفه کولو لپاره ډېر په بېړه ګامونه واخیستل او دا هیڅ مناسبه نه وه. ورځپاڼه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تېره میاشت کې د افغانستان د څېړنې یوې ډلې د امریکا کانګرس ته وړاندیز وکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر وځنډوي، ځکه چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
































