د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو یې پر ژمنو عمل و نه کړ. نیومن وایي دا واضح ده چې د دوحې هوکړه د طالبانو په ګټه ده نو له همدې امله به د بایډن اداره د افغان سولې په تړاو نوي اقدامات ترسره کړي. نیومن همدا راز وايي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فاصله ډېره ده ځکه دواړه لوري خپل شرطونه لري. دده په خبره تر ټولو ډېر شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې کېږي. د نیومن په وینا ددې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و نه وځي ځکه له افغانستان د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړل شي.
































