ولسمشر غني له ترکیې غوښتي چې له خپل نفوذ په استفادې د افغان سولې په بهیر کې خپله همکاري ډېره کړي. د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ديپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت ولسمشر غني په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې ترکیه په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او تل یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري کړې ده. نوموړي ویلي اوس ددې وخت دی چې ترکیه له خپل نفوذ په استفادې د افغانستان د سولې په مسئله کې هم رغنده او پیاوړی رول ولوبوي. په همدې مناسبت د رجب طیب اردوغان په پیغام کې بیا راغلي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او ددغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات په مانا ده.
































