د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې ویلي ان په ۲۰۱۸ کې یې ویلي وو چې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل دی. مېرمن کالامار پر امریکا دا نیوکه هم کړې ده چې ولې یې د محمد بن سلمان نوم د بندیزونو په لېست کې نه دی راوستی. هغې له امریکا غوښتي چې ژر تر ژره دې د نوموړي په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. بلخوا د خاشقجي ترکۍ کوژدنې هم په یوه مرکه کې د محمد بن سلمان د محاکمې غوښتنه کړې ده. نوموړې ویلي چې د خاوند په قتل کې یې محمد بن سلمان ښکېل بلل شوی او نړیوالې محکمې باید عدالت تامین کړي.
































