د امریکا د دفاع دوو پخوانیو وزیرانو ویلي چې امریکايي ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي. د اوباما د واکمنۍ پر مهال ددفاع وزیر رابرټ ګیټس وایي د دوحې هوکړې ته یې تمه وه، خو داسې ښکاري چې طالب لوري پر دې هوکړه عمل نه دی کړی. دده په وینا له همدې امله ددې اړتیا ده چې امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي. د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال ددفاع وزیر مارک ایسپر هم وايي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو مخالف و. دده په وینا له افغانستان سرتېري باید شرایطو ته په کتو ایستل شوي وای او ده په دې مسئله کې له ټرمپ سره د نظر اختلاف درلود. هغه زیاته کړې چې طالبانو ته باید دا پیغام ورسول شي چې که جګړې کمې نه کړي نو امریکایي ځواکونه هم له افغانستان نه وځي. دواړو پخوانیو وزیرانو ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه باید افغانستان ته د سولې تر راتګ وروسته خپل هېواد ته ستانه شي.
































