د افغانستان د مسایلو څارونکي برنېټ روبین په خپله یوه مرکه کې ویلي چې د سولې هوکړې تطبیق او په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګونه په بشپړه توګه درېدلي دي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. نوموړی وایي دغه هوکړې ګڼ عیبونه لرل چې له همدې امله یې عملي کول په ټپه درېدلي دي. دده په وینا امریکا له طالبانو د بندیانو د خلاصولو ژمنه کړې وه، په داسې حال کې چې دا د افغان حکومت صلاحیت و، دغه راز امریکا له طالبانو سره دا ژمنه نه ده کړې چې مشران به یې له تورلېست وباسي، ځکه دا هم د افغان حکومت صلاحیت دی او یوازې دوی له ملګرو ملتونو غوښتی شي چې دغه کسان له تور لېست و ایستل شي. بارټ روبین هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوې اداره ژر تر ژره د سولې پر هوکړه بیا کتنه بشپړه کړي او په دې برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه یوسي.
































