بلغاریا د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د استولو پر تیاري بوخته ده. د بلغاریا د دفاع وزیر امیل اوتیموف ویلي چې هېواد یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپل ۴۲م ماموریت پيلولو ته پر چمتووالې بوخت دی. هغه ویلي، بلغاري سرتېري به دا ځل په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه ولري. د نوموړي په خبره، دا ځل به د دغه هېواد ۱۲۰ پوځيان د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته واستول شي. هغه زیاته کړې سرتېري یې د ماموریت پيلولو لپاره پر تمرینونو بوخت دي خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډله به څه وخت افغانستان ته ولېږي.
































