د ناپېژانده وسله والو د هدفي بریدونو په دوام، تازه په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون درې کارکوونکې وژل شوې دي. له ننګرهار راپورونه وایي، چې دغه درې کارکوونکې په دوو بېلو سیمو کې په نښه شوې دي. د انعکاس په نامه د یوه ټلویزیون مسوولین هم تاییدوي چې درې کاروونکي یې لومړی په ډزو ټپي شوې، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د ننګرهار امنیه قوماندان بیا وايي چې په دې دوو پېښو کې یې د یوې پېښې مسوول نیولی او پلټنې ترې روانې دي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې په ننګرهار کې د انعکاس په نامه د یوه خصوصي ټلویزیون د خپرونو پر چلوونکې ملاله میوند وسله وال برید وشو، چې له امله یې نوموړې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شوه. پرون تر غرمې وروسته بیا هم همدا پېښه تکرار شوې ده. سره له دې چې حکومت ویلي وو، د ملالې میوند قاتلین یې نیولي، خو په ننګرهار کې د هدفي بریدونو دوام سختې اندېښنې پارولې دي.
په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون رییس زلمی لطیفي وايي چې پرون مازیګر مهال یې د دوبلې د برخې پر دریو کارکوونکو په دوو بېلو سیمو کې بریدونه شوي دي. د ده په وینا، لومړۍ پېښه پرون شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې شوې ده، چې په هغه کې یې دوه ښځینه کارکوونکې سعدیه او شهناز لومړی سختې ټپي شوې وې، خو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده. دویم ورته برید د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې شوی، چې له امله یې د مرسل په نامه یوه کارکوونکې چې د انعکاس ټلویزیون د دوبلې په برخه کې یې کار کاوه، وژل شوې ده.
په ورته وخت کې په ننګرهار ولایت کې ځایي روغتیايي کارکوونکي هم وایي چې له یادو پېښو درې جسدونه ور وړل شوي دي. دغو پېښو په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه پارولي او کاروونکي حکومت د خبریالانو او مدني فعالانو د امنیت په تامین کې په بې پروایۍ تورنوي. د دې تر څنګ تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. وسله والو طالبانو بیا وار د مخه په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې لاس نه لري. د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت وایي چې د مرسل د قتل په تور یې یو کس نیولی او دمګړی پلټنې ترې روانې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب ډلو او د بشري حقونو مدافعینو هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر امریکا او افغان حکومت نیوکه کړې، چې د دغه ډول بې رحمانه هدفي بریدونو پر وړاندې چوپ دي او یوازې اعلامیې خپروي. دوی د امریکا له سفارت او همدا راز له افغان حکومت غوښتي، چې د اعلامیو خپرول بس کړي، پر ځای یې دې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دې مسایلو دې پټه خوله نه پاتې کېږي او ژر تر ژره دې د بیان ازادۍ او خبریالانو د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
دغه بوږنوونکې پېښې داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې په وروستیو کې په ټول هېواد کې هدفي بریدونه ډېر شوي او هېڅ ډله یې مسوولیت نه اخلي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما یوه اونۍ مخکې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي وو، چې د دوحې هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او خبریالان وژل شوي دي. د دې ټولو تر څنګ بیا افغان حکومت وایي چې دوی د هدفي بریدونو ګڼ مسوولین نیولي او د خپلو خلکو امنیت ورته لومړیتوب دی.
































