پاکستان وایي دوی له امریکا سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې دي او هڅه کوي دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي. دده په وینا په همدې اساس به دواړه هېوادونه په ګډه افغانستان ته د سولې د راوستو په برخه کې همکاري کوي. شیخ رشید وایي دوی په تېر کې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې هڅې کړې دي او له دې وروسته به هم له امریکا سره له نږدې کار کوي، څو وکړی شي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او سیمې ته دایمي ثبات راولي.
































