د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي چې له دې زندان یې ۳۴ کسان را خوشي کړي دي. په خوشي شوو کسانو کې ۱۱ کسه یې د ملي اردو منسوبین، ۷ پولیس، درې کسه د هوايي ځواک غړي او د دولتي مامورینو په ګډون نور کسان شامل دي. ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې په دې عملیاتو کې شپږ کسه طالب وسله وال هم وژل شوي دي. طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































