د ننګرهار والي وایي ددغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي. نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي له امنیتي منسوبینو سره یې په جدیت د جلال اباد ښار پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د بې پروایۍ په صورت کې به سخت قانوني چلند ورسره کېږي. دده په خبره د جلال اباد ښار د ګڼو امنیتي حوزو ځينې منسوبین یې بدل کړي او دغه راز تر دې وروسته چې په هره سیمه کې کومه پېښه رامنځ ته کېږي د همغه سیمې امنیتي منصوبین به یې په اړه ځواب ویونکي وي. امرخېل ژمنه کړې چې د ننګرهار ولایت په امنیتي وضعیت کې به ژر تر ژره مثبت بدلون راشي او د ورته هدفي بریدونو د تکرار مخنیوی به کېږي.
































