امریکا په عراق کې پر خپله یوه پوځي اډه وروستی توغندیز برید غندلی او د عاملینو پر وړاندې یې د جدي اقدام خبره کړې ده. د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې لومړی به پر عین الاسد شوی برید څېړي او د حقایقو تر معلومېدو وروسته به یې ځواب وایي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم ویلي چې دوی خپل دريځ په سوریه کې په بریدونو سره ثابت کړ. دده په وینا د هرې ناروا او هر برید ځواب به هغسې ورکول کېږي لکه په سوریه کې چې څو ورځې مخکې ورکړل شو. نوموړي ویلي چې دا برید به هم څېړل کېږي د اصلي رېښې تر پیدا کېدو وروسته به یې ځواب ویل کېږي. تېره ورځ په عراق کې د امریکا پر یوه نظامي اډه د توغندیو برید وشو چې ویل کېږي درې امریکایي عسکر پکې وژل شوي، خو امریکا بیا وایي چې یوازې یو قرار دادي پکې وژل شوی دی.
































