د راپورونو له مخې نن سهار د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ددغه ولایت د دولتي روغتون یوه ښځینه ډاکټره وژل شوې ده. د ننګرهار ولایت مقام هم دغه پېښه تایید کړې ده. دا پېښه داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ هم په دغه ولایت کې ناپېژانده وسله والو درې ښځينه خبریالانې په ډزو ووژلې. په جلال اباد کې وروستیو نا امنیو او هدفي بریدونو ددغه ولایت په ځایي امنیتي چارواکو هم نیوکې ډېرې کړې دي. ددغه ولایت مدني فعالین او ولسونه ددې غوښتنه کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د خلکو د امنیت د تامین لپاره هڅې ډېرې کړي.
































