اروپايي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې ژر تر ژره ودروي. اروپايي ټولنې په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د اوربند په ردولو سره د وروستیو هدفي بریدونو او تاوتریخوالي مسوول دي. د سرچینې په خبره د طالبانو له لوري د اوربند نه کولو مستقیما تاوتریخوالي او هدفي بریدونو ته زمینه برابره کړې ده. اروپايي ټولنې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې باید د خبریالانو، مېرمنو او مدني فعالینو وژل ودرول شي. دغه ټولنې همدا راز ژر تر ژره د تاوتریخوالي او جګړو د درېدو غوښتنه هم کړې ده. اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د سولې لار خپله کړي او له تاوتریخوالي لاس په سر شي.
































