د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی غندلی دی. د دغه وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ په واشنګټن کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې په جلال اباد کې د یو خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو برید ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی نور د زغم وړ نه دی. هغه زیاته کړې، د دغو بریدونو عاملان هڅه کوي چې په خپلو دې ډول بریدونو سره د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي. پرایس له افغان حکومت څخه هم غوښتي چې باید د خبریالانو او د بیان د ازادۍ ساتنه او دفاع وکړي.
































