ارګ په ننګرهار کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په باوري کلي کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو د تروریستي برید له امله د یادې کارخونې اووه کارکوونکي وژل شوي دي. خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یو وار بیا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او د بې ګناه هېوادوالو وژنې ته یې دوام ورکړی دی. د یادونې ده چې تېره شپه د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د ناڅرګندونو وسله والو په یو برید کې د ګچو د تولید کارخانې اووه کارګر وژل شوي دي. سرچینې وایي چې وژل شوي کسان د بامیان ولایت اوسېدونکي وو. د برید پړه تر اوسه کومې ډله پر غاړه نه ده اخیستې.
































