د خوست، کابل، بامیان، غزني، لوګر او پکتیا لسګونه ځوانان چې، “د نوي نسل او ځوانانو جرګه” په نوم په یو ورځني کنفرانس کې راټول شوي وو، وویل، په داسې حال کې چې د تېر يوه کال په موده کې هېڅ امريکايي په افغانستان کې نه دی وژل شوی، د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کيږي. دوی د جګړې دواړو غاړو ته زياتره قربانيان ځوانان ياد کړل او زياته يې کړه چې سياسيونو او يو شمېر ډلو له ځوانانو څخه د خپلو ګټو په خاطر استفاده کړې. ځوانانو په خپلو خبرو کې وویل، چې حکومت او طالبان دې جګړه ودروي او نور دې سوله وکړي. تر دې مخکې د افغانستان په ۲۷ ولايتونو کې هم ورته پروګرامونه جوړ شوي، چې اساسي موخه يې افغان حکومت، وسله والو طالبانو او نړيوالې ټولنې ته د سولې په برخه کې د ځوانانو د غوښتنو رسول دي.
































