ولسمشر غني وايي، که د سولې روان بهیر ناکامه کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد پرتله ډېر زیان رسېږي. نوموړي تېره ورځ د اېکو سازمان سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان په افغانستان کې تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي. ولسمشر غني وویل، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي. هغه زیاته کړه چې اوس د یو سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو طلایي فرصت دی. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې د اساسي قانون برلاسي او د یو منظم سیاسي بدلون لپاره یو اړین شرط دا دی چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او تر څارنې لاندې دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي. د اېکو سازمان همدې سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وویل، چې افغانستان کې سوله د اېکو سازمان هېوادونو او سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده. نوموړي هیله وښوده چې د افغان سولې لپاره روانې خبرې به مثبته پایله ولري.
































