امریکا هیله ښودلې چې ایران به پر اټومي موضوع ګټورو خبرو ته ستون شي. امریکا وروسته تر دې هیله ښودلې چې د واشنګټن اروپايي شریکانو موافقه وکړه چې د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې پر تهران د سانسور پلان لغوه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، واشنګټن خوشحاله دی، ځکه وروسته له هغې چې ایران د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې د راتلونکي په باب ځینې هڅوونکې اشارې ورکړې، نو اروپايي شریکانو هم موافقه وکړه چې پر ایران له نیوکو لاس واخلي. پرایس وویل، واشنګټن په پوره لېوالتیا د ایران قوي ارادې ته په تمه دی، څو داسې لارې چارې غوره کړي چې د باوري او کوټلي پرمختګ سبب کېږي.
































