حزب اسلامي د خپلو غوښتنو دعملي کېدو لپاره حکومت ته لس ورځنی ضرب الاجل وټاکه. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې په کابل کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، که حکومت یې تر راتلونکو لسو ورځو پورې غوښتنې ونه مني، نو په ټول هېواد کې به پراخ لاریونونه پیل کړی. ګلبدین حکمتیار وایي، اوسنی حکومت د وضعیت د مهار توان نه لري او د سولې مخالف دی، نو اړتیاده چې نوی حکومت رامنځ ته شي او د سولې پروسه د نوي حکومت ترچتر لاندې پرمخ یوړل شي. د حزب اسلامي مشر وایي، افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی او نه غواړي چې د سولې پروسه بریالی شي.
































