کاناډايي رسنۍ وايي، د دغه هیواد یو پوځي په افغانستان کې مړ موندل شوی دی. د کاناډا دفاع وزارت ویلي چې دغه پوځي یې، چې (ګی اډم لا) نومېده، په کابل کې د کاناډا په سفارت کې په خپل هستوګنځي کې مړ موندل شوی دی. د کاناډا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه پوځي د مړینې د علت په اړه څېړنې روانې دي خو څه چې په ډاګه دي دا دي چې په پوځي عملیاتو کې نه دی وژل شوی. لا، چې اصلاً د کاناډا د ساکاټون د سیمې اوسېدونکی و او د تېر کال له اګست څخه یې په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د ساتونکي په توګه کار کاوه. د کاناډا دفاع وزارت وايي چې د (لا) مړی به د یکشنبې په ورځ خپل هیواد ته ولېږدول شي.
































