د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته نږدې پاکستاني پوځيان ځای پر ځای شوي دي. سرچینې وايي، چې په زیات شمېر پاکستاني پوځيان له سپين بولدک ولسوالۍ سره نږدې پر ډيورنډ فرضي کرښه ځای پر ځای شوي دي. ویل کیږي، چې پاکستان په دغه سیمه کې د یوه ښارګوټي جوړولو پلان لري. د کندهار سیمییزو خبریالانو د ځايي سرچینو له قوله ویلي، چې پاکستان د همدې لپاره دې غاړې ته د خاورې د لاندې کولو ګامونه اخيستي دي. د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې پاکستاني لوري لس ورځي مخکې د سپين بولدک ولسوالۍ دې غاړې ته د زاړه کلي خلک ورغوښتی وو او په دې برخه کي یې د همکارۍ په بدل کې د امتیازاتو او خدماتو ژمنه ورکړې وه. د کندهار ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































