د اروپايي ټولنې د پارلمان له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو اوسنی بهیر هم د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی او یو ځل بیا په دغه اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې ده. اروپايي ټولنې ویلي په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین، خبریالان او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او ددې جدي اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي. اروپايي ټولنې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په څېر د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې باید وساتل شي او په دې لار کې دې شته ګواښونه له منځه یوړل شي.
































