وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر سوریې د دویم برید مخنیوی کړی دی. راپور کاږي، کله چې بایډن ته اطلاع ورسېده، کوم ځای چې امریکایي هوایي ځواک په نښه کړی دی هلته ښځې او ماشومان هم شته دي نو د برید تر ترسره کېدو دېرش دقیقې وړاندې یې د کېدونکي برید پلان لغوه کړی دی. د راپور له مخې، دا برید وروسته تر هغه لغوه کېږي چې څو ورځې وړاندې امریکایي ځواکونو پر سوریې هوایي برید کړی و او په پایله کې یې د ایراني ملېشو یو شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي وو. تر برید وروسته د امریکا حکومت ویلي وو چې دا ایران ته یو خبرداری و.
































