د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني یو ځل بیا پر حکومت غږ کړی دی چې په ادارو کې دې د سرپرستۍ چارو ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي نن د ولسي جرګې د اوولسمې دورې د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې حکومت باید هر څه ژر د پاتې وزارتونو لپاره نوي وزیران د اعتبار رایې اخیستو لپاره دغې جرګې ته ورمعرفي کړي. رحماني دغه راز له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې ټینګښت لپاره نرمښت وښیي. هغه ویلي چې طالبان باید له هغو طرحو لاس پر سر شي چې اجرایي جنبه نه لري. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته طالبان غواړي د افغانستان په تاریخ کې په عزت یاد شي نو باید تاوتریخوالی کم او تلپاتې اوربند ته غاړه کېږدي.
































