په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي پرون ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره لیدلي دي. نعیم ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الافغاني مذاكراتو د روان بهير د چټکتيا او اغېزمنتيا په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي. د نوموړي په خبره، په دې ناسته کې دغه راز دواړو لوريو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنتيا ښودلې او د پوره عملي کيدو په اړه يې خبرې کړې دي. طالبان د دوحې هوکړې د عملي کېدو په اړه د امریکا د ژمنتیا خبره په داسې حال کې کوي چې د امریکا نوې ادارې د دوحې هوکړې پر ارزونه کار پیل کړی دی.
































