ولسمشر غني تېره ورځ د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې درېیم کال پرانیست. نوموړي په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې یو ځل بیا وویل چې سوله یې لومړیتوب دی او په خبره یې د دې لومړیتوب لپاره افغان حکومت خپل پلان لري.
نوموړي دغه راز بیا هم ټینګار کړی چې یوازې له قانوني لارو او د ټاکنو پر مټ به واک راتلونکي ولسمشر ته سپاري. هغه د امریکا نوې طرحې ته په اشارې دا هم وویل چې له پردیو هېوادونو راغلي خیالونه او خوبونه دلته سوله نه شي راوستلی. د ولسي جرګې رییس هم له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره له جګړو لاس واخلي.
ولسمشر پرون د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو بل تقنیني کال پرانیست. په سر کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د ښه راغلاست پیغام ولوست او له ولسمشر یې مننه وکړه چې پر سختو مسایلو یې له ولسي جرګې سره په سختو شرایطو کې د ستونزو حل ته مټې بډ وهلې دي. د ده په وینا، ډېر وخت د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د نظر اختلاف موجود و او د دواړو لورو په بحثونو او هڅو حل شوی دی. په دې غونډه کې د ولسي جرګې رییس د سولې په اړه هم څرګندونې لرلې. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې په دې حساسو شرایطو کې دې غیر عملي طرحې نه وړاندې کوي او د دوحې په مذاکراتو کې دې نرمښت وښيي. د ده په خبره: «طالبان دې داسې طرحې نه رامخ ته کوي چې هغه په تېره بیا په اوسنیو شرایطو کې د عملي کېدو وړ نه وي. دوی باید د دوحې خبرو ته ادامه ورکړي او په مذاکراتو کې دې نرمښت وښيي».
میر رحمان رحماني همدا راز وویل چې طالبان دې د ولس غږ واوري او د سولې لار دې خپله کړي. د ده په وینا، سوله د هر افغان غوښتنه ده او طالبانو ته هم په کار ده چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په راتګ سره د افغانستان په تاریخ کې خپل نوم د سوله کوونکو په نامه ثبت کړي.
بلخوا ولسمشر غني بیا په لومړي سر کې پر وروستیو هدفي بریدونو وغږېد. د ده په وینا، د هېواد دښمنان د دې لپاره چې خلک پر راتلونکې بې باوره شي، هدفي بریدونه کوي، د دې هېواد پیاوړي مغزونه په نښه کوي، هغه ځوانان په نښه کوي، چې دوی د دې وطن لپاره هیلې لري او په خبره یې، دا هر څه افغانان نه شي وېرولی او د ترهګرو دغه ډول ظالمانه پلانونه به ناکامېږي. د ده په وینا: «ترهګرو په دې وروستیو کې زموږ ګڼ هېوادوال، خبریالان، مدني فعالین، ښځینه خبریالانې، سیاسي فعالین، نخبه ځوانان او مشهور شخصیتونه په نښه کړل. دوی غواړي موږ و وېروي او د راتلونکې په اړه مو ناهیلي کړي».
ولسمشر دغه راز د سولې د وروستیو مسایلو په اړه هم خبرې لرلې. ده د امریکا وروستۍ طرحې ته چې ویل کېږي زلمي خلیلزاد له ګڼو افغان سیاسیونو سره شریکه کړې، هم غبرګون درلود. ولسمشر په خپلو خبرو کې د امریکا دا طرحه یو خیال او خوب وباله او په وینا یې: «هره اداره او هر هېواد کولی شي د افغانستان په اړه خپل خوب او خیال په کاغذ ولیکي او را ولېږي. دا کار پخوا هم شوی، بیا هم کېږي او اوس هم روان دی».
نوموړي دې مسایلو ته په ځواب وویل، چې افغانان یوازې اساسي قانون ته درناوی لري او د سولې خبرې به هم د همدې قانون په رڼا کې مخ ته ځي. د ولسمشر په خبره، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو داسې سوله چې هغه دلته روانه خونړۍ او پردۍ جګړه د تل لپاره ختمه کړي. د ولسمشر په خبره، سوله تدبیر غواړي او بې تدبیره او بېړنۍ سولې تل له ماتې سره مخ شوې دي. ولسمشر زیاته کړه: «زما تجربه او تاریخ ښيي، چې بې تدبیره او په بېړه د سولې رامنځته شوې هوکړې، لږ تر لږه په پنځو کلونو کې ناکامې شوې دي. دې مسئلې ثبات نه دی راوستی، بلکې د جګړو او حکومتونو د ماتېدو سبب شوې دي».
ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لار خپله کړي او په خبره یې، د جمهوریت لمن پراخه ده او طالبان کولی شي له سیاسي لارو د اساسي قانون او ولسواک نظام په رڼا کې د خلکو په رایه ځان واک ته ورسوي. هغه زیاته کړه، چې نور پر خلکو د وېرې او زور پر مټ د حکومت کولو دوره تېره شوې او د ولس غوښتنو او رایو ته باید درناوی وشي.
































