خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې تر اویا سلنې پورې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي. د رویټرز د راپور له مخې سره له دې چې خلیلزاد د افغانستان لپاره خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده خو دا طرحه د افغان حکومت او ځينو سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده. رویټرز په یوه راپور کې د طالب سرچینو له خولې هم لیکلي چې د بن کنفرانس ته ورته د یوې غونډې د جوړولو خبره له طالب مشرانو سره شوې ده او دغه راز له دوی غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کچه تر اویا سلنې پورې راټيټه کړي. طالب سرچینې ویلي امکان لري چې له مقابل لوري سره د تاوتریخوالي پر کمولو توافق ته ورسېږي، خو پر اوربند خبرې کول به ډېر وخت وغواړي. رویټرز داسې مهال دغه راپور خپروي چې خلیلزاد کابل ته راغلی و او دمګړی په دوحه کې دی. هلته یې له طالب او د افغان حکومت له پلاوو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. نړیوالې رسنۍ هم په دې اړه ګڼ تحلیلونه خپروي او په دې باور دي چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو پر مټ افغان جګړه د تل لپاره ختمه کړي.
































