پاکستان وایي د دوی له مرستې پرته په افغانستان کې د سولې راتګ ګران دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زید طرار په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي. دده په وینا د امریکا په ګډون ټول اړخونه په دې باور دي چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان ته د سولې راوستل ګران کار دی. هغه زیاته کړې لا هم د بایډن د نوې ادارې دريځ د افغانستان په اړه نه دی روښانه او دغه ادارې د سولې هوکړې بیا کتنې ته ادامه ورکړې ده، خو دوی په هر صورت کې د دوحې د بهیر ملاتړ کوي او ددې پلویان دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. هغه همدا راز ویلي چې د پاکستان حکومت د بایډن له ادارې سره اړیکه لري او دا اړیکه به د سولې په برخه کې هم ګټوره تمامه شي.
































