حوثي یاغیانو یو ځل بیا د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي. حوثي یاغیانو ویلي چې د دوی اته ډرون الوتکو د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي. بلخوا سعودي عربستان بیا ویلي چې پر دوی د یوه توغندي او یوې بې پيلوټه الوتکې د برید هڅه شوې خو د سعودي عربستان دفاعي سیستم یې په دفع کولو بریالی شوی دی. ارامکو د سعودي عربستان د تېلو د تولید او بهر ته د صادرولو تر ټولو ستر مرکز دی. بلخوا رسنۍ بیا وایي چې د سعودي په مشرۍ حوثي ضد ایتلاف ددغه بریدونو په ځواب کې پر حوثي یاغیانو هوایي بریدونه کړي دي.
































