د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورسره اړیکه نیولې ده او د وروستیو تحولاتو په اړه یې بحثونه ورسره کړي دي. د جي شنکر په وینا خلیلزاد ورسره تر ډېره پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو مسایلو او پرمختګونو بحث کړی دی. شنکر په دې تړاو تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. خلیلزاد داسې مهال له هندي چارواکو سره خبرې کړې چې ټاکل شوې هغه د سیمې د ځينو هېوادونو له مهمو چارواکو لیده کاته ولري او د افغان جګړې د ختمولو پر لارو چارو به بحثونه ورسره وکړي.
































