امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې پر نورو هېوادونو په ورځ کې په اوسط ډول ۴۶ بمونه غورځولي دي. د یوه نړیوال بنسټ یو راپور ښيي چې امریکا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په ګڼو هېوادونو کې جګړې پيل کړې دي او په همدې موده کې یې تر دې دمه هره ورځ پر نورو هېوادونو په اوسط ډول ۴۶ بمونه غورځولي دي. سرچینه همدا راز وایي چې د امریکا له خپلواکۍ ۲۴۴ کاله کېږي خو ۲۲۷ کاله یې په جګړه کې تېر کړي دي او تقریبا په موده کې یې هر کال له نورو هېوادونو سره په جګړه تېر شوی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د امریکا پر حکومتونو اوس باور نه دی په کار ځکه هر حکومت یې جګړه پیل کړې ده او لا یې هم په افغانستان کې بې پایه او خونړۍ جګړه روانه ده، چې زرګونه افغانان یې وژلي دي او میلیاردونه ډالر یې پر دغه جګړه لګولي دي.
































