د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له زلمي خلیلزاد سره افغان حکومت دوه ورځې پر له پسې خبرې لرلې دي او په خبره یې امریکا هڅه کوي پر افغان حکومت د یوې تحمیلي سولې لپاره فشارونه ډېر کړي. هغه وویل د سولې لپاره چې اوس کومه لاره طرحه شوې ناسمه ده او په خبره یې په دې توګه له افغانانو ددوی اساسي حقونه اخیستل کېږي. صالح زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی خو هغه سوله ورته د منلو ده چې په افغانستان کې د دایمي ثبات سبب شي، افغانستان یو خپلواک هېواد وي، د پاکستان په خوښه سوله نه وي رامنځ ته شوې، افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی ولري او د رایې له حق محروم نه شي. هغه هیله څرګنده کړه چې طالبان ژر تر ژره سوله وکړي، خپلو خلکو ته ستانه شي او له ټوپک پرته له سیاسي لارو واک ته د رسېدو کوښښ وکړي.
































