ولسمشر غني نن د امن او ثبات کنفرانس په پای کې ددغه کنفرانس له ګډونوالو سره کتلي دي او له دوی سره یې پر افغان سوله او ثبات خبرې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې خپله نا اعلان کړې جګړه پای ته ورسوي او ژر تر ژره دې د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي. دده په خبره پاکستان ته په کار ده چې ولسواک او خپلواک افغانستان ته درناوی ولري او اوسني وضعیت ته د پای ټکی کېږدي. ولسمشر غني دا هم وویل چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراخې شي او په خبره یې افغان حکومت په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی څو دواړو لورو ته پراته ولسونه په خپلو کې له اسانه لارو تګ راتګ او راکړه ورکړه ولري.
































