د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی او د پوځ له غړو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې خلیلزاد په پاکستان کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې د سولې پروسې په چټکتیا کې همکاري وکړي. خلیلزاد تر دې وړاندې کابل او دوحې ته سفرونه لرل او دلته یې د امریکا د سولې د راتلونکو پلانونو په اړه له افغان سیاسیونو او چارواکو سره لیده کاته لرلي دي.
































