د راپورونو له مخې روسیه هڅه کوي د طالبانو، افغان حکومت او امریکا په ګډون د سولې یو کنفرانس جوړ کړي چې په همدې تړاو یې ځينو افغان سیاستوالو ته هم بلنلیکونه لېږلي دي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې مسکو د ملي مصالحې عالي شورا رییس ته په مسکو کې د سولې په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون بلنلیک لېږلی دی. دده په خبره د ملي مصالحې عالي شورا دمګړی په دې اړه په مشورو بوخته ده. رسنۍ وايي چې د حکومت مشرتابه، ځینې سیاسي مشران، طالب مشران، د سیمې هېوادونه او امریکا په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بلل شوي دي. په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.
































