د یني شافاک په نامه یوې ترکي خپرونې د وتلي سیاسي څېړونکي او لیکوال عبدالله مراد اوغلو د لیکنې په ترڅ کې ویلي چې افغانستان د امریکا لپاره په دویم ویتنام بدل شوی دی. لیکنه کې چې د (امریکا د دویم ویتنام) تر عنوان لاندې خپره شوې ده راغلي، د سپټمبر تر ۱۱مې را وروسته امریکا فکر کاوه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه افغانستان کې روانه جګړه به وګټي خو د ټریلینونونه ډالرو په لګښت او د لسګونه زره کسانو د سرونو په قربانۍ ونه توانېده دا جګړه وګټي او اوس دا دی د روسانو په څېر له افغانستان څخه د تېښتې لار ګوري. د لیکنې یوه برخه کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه د ۲ زره او ۴۰۰ امریکایانو په ګډون ۱۸۵ زره افغانان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي. د سرچینې په خبره، نه یوازې دا بلکې امریکا پر دې جګړې په ټریلیونونه ډالر هم ولګول خو بې له کومې څرګندې لاسته راوړنې دا دی بېرته له دغه هېواده وځي. د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي چې که چېرته امریکا له فرصته په استفادې خپل سرتېري له افغانستانه ونه باسي نو د کلونو په تېرېدو به یې تر دې هم لوړه بیه پرې کړي.
































