د پاکستان دولت په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د پاکستان د پلازمینې په ګډون د دغه هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې د ترهګریزو بریدونو نوې څپه پر لارې ده. پاکستاني چارواکي دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په تر ټولو امنو سیمو کې په دوو بریدونو کې د یو پوځي افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي دي. په همدې حال کې تر څو پرلپسې هدفي بریدونو وروسته، پاکستاني چارواکي مجبور شوي دي چې په اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، پیښور او کوټه کې د خطر زنګ فعال او د سختو ورانکاره بریدونو خبرداری ورکړي. پاکستاني چارواکي وایي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال ښارونو ته ننوتي او د ورانکاره کړنو پلانونه لري.
































