امریکايي سناتوران وایي تر مې میاشتې پورې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه باید وځنډول شي. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مندیز په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی د سولې هوکړې ته وفادار نه دي نو له همدې امله باید د سرتېرو په ایستلو کې بېړه و نه شي. دده په خبره تر مې میاشتې پورې د سرتېرو ایستل ممکن نه دي نو ځکه ددې اړتیا ده چې حکومت پر خپله دې پرېکړه بیا کتنه وکړي. هغه زیاته کړې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري، جګړې یې نه دي کمې کړي او پر ورته نورو ژمنو یې هم عمل نه دی کړی، نو ځکه دغه ډله ښايي د سرتېرو تر ایستلو وروسته لا ډېر خطرونه جوړ کړي.
































