امریکا دې د سولې د راتګ لپاره په افغانستان کې له یوې بدې هوکړې تېره شي. دې هېل نشریه وایي سره له دې چې بایډن په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو او یا هم د خپلو سرتېرو ایستلو ته د زمینې برابرولو په لټه کې دی خو دا اړینه ده چې له یوې بدې هوکړې تېر شي. سرچینه کاږي د افغانستان د وضعیت واضح او هر اړخیز تحلیل په کار دی او د بن په څېر د ناکامه تجربو تکرار به نه یوازې دا چې افغانستان ته ثبات را نه ولي بلکې یوې بلکې جګړې ته به هم زمینه برابره کړي. دې هېل له امریکا غواړي چې د افغان سولې لپاره له افغان مشرانو، قومي مخورو، عامو افغانانو او جګړې له قربانیانو سره خبرې وکړي، ددوی خبرې او حللارې واوري او د سولې واک دې هغو افغانانو ته ورکړي چې دوی په رښتیا د سولې غوښتونکي دي. نشریه لیکي چې د ناکامه تجربو تکرار ښایي افغانستان د یوې بلې جګړې پر ډګر بدل کړي.
































