د امریکا د استازو مجلس ګڼو غړو د بایډن له ادارې د ایران پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې ده. د امریکا د استازو مجلس شاوخوا ۱۴۰ غړو په یوه لیک کې د امریکاد بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د ایران پر وړاندې دې ژر تر ژره خپل دريځ روښانه کړي او دغه هېواد دې لا ډېرو ورانکاره فعالیتونو ته نه پرېږدي. استازو ویلي چې حکومت باید د ایران پر درېیو چارو څارنه وکړي، چې په دې کې اټومي پروګرام، د توغندیو پروګرام او په سیمه کې ددغه هېواد له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ شامل دي. دوی پر ایران د لا ډېرو بندیزونو او فشارونو غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې دغه هېواد باید له خپلو اټومي فعالیتونو را وګرځول شي.
































