ښايي د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه نېټه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د طالبانو او افغان حکومت کنفرانس جوړ شي. د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دوی د ترکیې په کنفرانس کې د ګډون لپاره تیار دي. دغه سرچینو همدا راز ویلي چې یاد کنفرانس به د روانې مارچ میاشتې په اووه ویشتمه نېټه ترسره شي. بلخوا ځينو ترکي چارواکو هم رسنیو ته ویلي چې دو د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي او په خبره یې افغانستان د دوی لپاره یو مهم هېواد دی او هڅه کوي له هرې ممکنې لارې د دغه هېواد د سولې په مسئله کې همکاري وکړي. د ترکیې د کنفرانس په اړه وروسته له هغه راپورونه خپرېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو په دې کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه کنفرانس باید د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شي او ګډونوال باید پکې یوه توافق ته ورسېږي.
































