افغان او روسي ديپلوماتانو د مسکو پر راتلونکي کنفرانس خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي. ژیرنوف په دې لیدنه کې د مسکو د راتلونکي کنفرانس په اړه اتمر ته معلومات ورکړي دي او ویلي یې دي روسیه تمه لري چې ژر تر ژره افغان جګړه ختمه شي او دوی وکړی شي د سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي. حنیف اتمر هم ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده. اتمر په دې کنفرانس کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو وایي چې افغان حکومت به تر سلا مشورو وروسته خپل نظریات د مسکو کنفرانس په اړه له روسیې سره شریکې کړي.
































