امریکا وایي تر اوسه یې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر وروستۍ نېټه پرېکړه نه ده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان په اړه د ولسمشر جو بايډن طرحه او پلان واضح دی. دده په خبره بایډن غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي، سرتېري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، دا ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې به دایمی سوله تامینیږي او دغه هېواد به یو ځل بیا د جګړو او ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي. بلینکن وايي امریکا د سولې د راتګ لپاره خپلو ديپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي، خو دا ځل یوازې نه ده، بلکې په دې بهیر کې به ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه هم ګډ وي. بلینکن وایي دوی د سرتېرو د ایستلو پر وروستۍ نېټه پرېکړه نه ده کړې، خو تر څنګ یې په افغانستان کې هر څه څاري. هغه زیاته کړې دوی په دې بوخت دي څو وګوري د سولې بهیر څومره اغېزناک و او طالبانو څومره پر ژمنو عمل کړی دی، چې تر دې ارزونې وروسته به خپل دريځ هم روښانه کړي.
































