د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده. عمران خان تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سیاسي حل له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې باور دی چې دغه جګړه یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې ختمېدلی شي. نوموړي همدا راز ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ازبکستان سره یې ژمنه کړې چې د افغانستان له لارې به ګوادر ته د ازبکستان لاسرسی اسانه کړي. عمران خان تر دې وړاندې هم ټينګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. هغه دا هم ویلي چې افغانستان ته د ثبات په راتګ سره به د پاکستان او مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیت پراختیا ومومي او سیمې ته به اقتصادي وده راشي.
































