د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني پوځ سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې عبدالعزیز کاملوف په سیمه کې د افغانستان د سولې پر اهمیت د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره خبرې کړې دي. کاملوف ټینګار کړی چې دوی د افغان سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې د سیمې نور هېوادونه هم باید هر اړخیزه همکاري وکړي. دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیت او نورو مسایلو خبرې کړې دي. د پاکستان پوځ هم ویلي چې دوی په سیمه او افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او د سولې له پروسې سره همکاري کوي.
































